شېنزو-14 د خلائي مشن خلا باز حفاظت سره راستون شول۔ چين

بيجنګ 05 دسمبر (اے پي پي) د چائنا مېنډ سپېس انجينئرنګ آفس وئيلي دي چې شېنزو-14 د خلائي مشن خلا باز حفاظت سره راستون شوې۔ د چين خبر رسنې ادارې د ذكر شوي دفتر په اړه ووئيل چې شېنزو۔14 خلا باز چھن ډونګ، ليو يانګ، او زائي شو چھے خلاباز مشن ترسره كولو سره د ګل په ورځ سهار د خاص الوتكې د لارې په حفاظت سره راستون شوي٬ بيجنګ ته په رارسېدو د خلائي سټېشن فېز فلائټ مشن هيډ کوارټر مشرانو او غړو په هوائي مېدان د دوي هركلے وكړو، سپېس انجينئرنګ آفس وئيلي دي چې د دريو واړو خلابازو به تفصيلي طبي معائنه كېږي۔