سري لنکا د سماجي او اقتصادي معيار ترلاسه كول ممكن كړي٬ د كرونا او د معاشي بحران له امله مونږ ستونزو سره مخ يو۔ د سري لنكا د خزانې وزيرمملكت شي شان سنګھے

اسلام آباد 05 دسمبر(اے پي پي) د سري لنکا د خزانې وزير مملکت شي شان سنګھے وئيلي دي چې سري لنكا د هېواد په توګه سماجي او اقتصادي معيار ترلاسه كول ممكن كړي٬ د كرونا او د معاشي بحران له امله مونږ ستونزو سره مخ يو۔ دا خبره ده د ګل په ورځ كلن پائيدار پرمختګ كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل سري لنکا د آئي اېم اېف پروګرام له مخې د بحالۍ عمل پېل كړے دے٬ د معاشي ستونزو باوجود سږ كال د سري لنكا برآمدات د لس اربه ډالرو نه زياتو ٶ۔ ده ووئيل په نړيوال ماركيټ كښې د تېلو بيعه زياتېدو له امله د سري لنكا معاشي ستونزې زياتې شوې دي٬ غېر ملكي قرضونه وركول سري لنكا لپاره لوے چېلنج دے