جکارته ۔5 دسمبر(اے پی پی) د انډونيشيا په ختيز جاوا ولايت كښې د يو بس ژورې كندې ته د پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 7 كسان مړه او 45 ژوبل شوي دي۔ د چينائي خبري اژانس له مخې د میګیتن پولیس ریزورټ چیف اېډجنکټ سینئر کمشنر محمد رضوان وئيلي چې دا پېښه په مېګيتن ښار كښې تېره شپه هغه وخت رامخې ته شوه كله چې يو بس كښې وګړي د ميګيتن ريجنسي دورې لپاره روان وو۔ په ژوبل شويو كښې د 31 كسانو حالت زيات نازك دے كوم چې چې نزدې طبي مركز ته رسولې شوي دي۔ بلخوا د پېښې سبب معلومولو له پلټنې روانې دي۔