د يمن د حكومت په ضد د بغاوت نه پس تر اوسه د يوولس زرو نه زيات يمني وګړي وژل شوي دي۔ د يمن د بشري حقونو وزير

عدن 06 اګست (اے پي پي) د يمن د بشري حقونو وزير محمد عسكر وئيلي دي چې په كال 2015م كښې د يمن د حكومت په ضد د بغاوت پېل كېدو نه پس تر اوسه د يوولس زرو نه زيات يمني وګړي وژل شوي دي۔ د مېډيا له مخې د يمن د بشري حقونو وزير لخوا تېره ورځ په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د كال 2015م …

عدن 06 اګست (اے پي پي) د يمن د بشري حقونو وزير محمد عسكر وئيلي دي چې په كال 2015م كښې د يمن د حكومت په ضد د بغاوت پېل كېدو نه پس تر اوسه د يوولس زرو نه زيات يمني وګړي وژل شوي دي۔ د مېډيا له مخې د يمن د بشري حقونو وزير لخوا تېره ورځ په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د كال 2015م د پېل كېدو نه پس تر اوسه په وژل شويو كسانو كښې 1080 ماشومان او 684 مېرمنې شاملې دي۔ د دې نه علاوه په دې موده كښې 8 خبريالان هم وژل شوي دي او يو خبريال يحيٰي الجيحي ته د 10 دقيقې د مقدمې نه پس د مرګ سزا اورول شوې۔ د يمن وزير وئيلي دي چې په دې موده كښې 1930 كسان تښتول شوي هم دي۔

مزید خبریں