دسمبر لپاره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل صدارت سنبهالولو نه پس هند د جمهوريت تنزلۍ په اړه پوښتنو سره مخ دے

ملګري ملتونه 02 دسمبر (اے پي پي) دسمبر مياشت لپاره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل صدارت سنبهالولو نه پس هند د جمهوريت تنزلۍ په اړه پوښتنو سره مخ دے٬ دا دوېم ځل دے كله چې د سلامتي کونسل صدارت هند ته سپارلے شوے كوم چې هره مياشت د حروف تهجي په بنياد سپارلے كېږي٬ په اګست كال 2021 كښې د وخت سفير څوك چې اوس ريټائرډ شوے د صدارت د چوكۍ ناسمه استعمال د لارې پاكستان په ملګرو ملتونو كښې د افغانستان په وضع خبرو كښې د برخې اغستو نه منع كړے ٶ، په دې ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اکرم د پاکستان په ضد د هند په دې اقدام د سخت غبرګون څرګندونه كولو سره وئېلې وو د هند متعصبانه او په خنډانو اډانه اقدام پاكستان څخه د كركې مظهر دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د هند سفير روچېرا کمبوج د پرېس كنفرنس په مهال دسمبر لپاره د كار كولو د پروګرام خاكه وړاندې كولو كښې ووئيل زمونږ هېواد به د ترهګرۍ په ضد د مهمو نكاتو كوربتوب كوي۔ په پرېس كنفرنس كښې چې كله يو نامه نګار هند كښې د موجوده حكومت په مشرۍ كښې د جمهوريت او صحافت د آزادۍ د تنزلۍ پحقله پوښتنه وكړه نو هغه د خفګان څرګندونه كولو سره ووئيل مونږ ته د دې خبرې كولو ضرورت نشته چې د جمهوريت څه كول دي۔ هغه ادعا وكړه چې په هند كښې جمهوريت 2500 كاله پخوانے دے٬ په اوسني دور كښې د خبرو په ځائ زمونږ په هېواد كښې د جمهوريت ستنې پخپل ځاے ولاړې دي او مقننه٬ اېګزېكټو٬ عدليه او څلورمه د پرېس ستن ده او ډېره فعاله سوشل ميډيا هم شته ٬ دې لپاره دا د نړۍ تر ټولو لوي جمهوري هېواد دے۔ هغه ووئيل هر پنځه كاله پس په هند كښې د لوي جمهوريت مشق هم كېږي او هر څوك په دې كښې د خپلې رائے څرګندونه كوي