آسياء كپ به په درېم ګړي ځاے نه كېږي٬ كوربتوب پاكستان ته وركړے شوے٬ كه يوه ډله پاكستان ته راتلل نه غواړي٬ نه دې راځي۔ رميز راجه

پېنډۍ 02 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) چيئرمېن رميز راجه وئيلي دي آسياء كپ به په نيوټرل ځاے كښې نه كېږي٬ كوربتوب پاكستان ته وركړے شوے ٬ كه يوه ډله پاكستان ته راتلل نه غواړي نو نه دې راځي، مونږ په پچز جوړولو كښې وروستو پاتې شوې يو٬ راتلونكي سيزن كښې به ښه پچونه جوړوٶ۔ د جمعې په ورځ د پېنډۍ په سټېډيم كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل په پچ بورډ خپل ګائيډ لائن نه وركوي٬ پچ د ټېسټ مېچ د ملا تير وي٬ مونږ په پچز جوړولو كښې وروستو پاتې شوې يو٬ ده ووئېل د بهر څخه مو هم پوهان راوغوښتل خو دلته يو ډول خاورې څخه پچ جوړېږي۔ ده ووئيل ډراپ ان د پچ مسئلې حل كېدې شي او هيله لرو چې په راتلونكې سيزن كښې به ښه پچز جوړ شي