د فلسطين مسئله د مېنځني ختيز بنيادي مسئله ده۔ شي جن پنګ

بيجنګ 30 نومبر (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې فلسطينيانو سره د يووالي ورځ ولمانځلې شوه٬ د چين صدر شي جن پنګ د اړوندو هلو ځلو په نامه خپل پېغام كښې وئيلي دي چين تل د فلسطينيانو د جائز حقونو د بحالۍ ملاتړ كړے۔ د چين د خپرونو ادارې له مخې شي جن پنګ خپل پېغام كښې وئيلي دي د فلسطين مسئله د مېنځني ختيز بنيادي مسئله ده ٬ د دې مسئلې جامع او سپېځلے حل د منطقې امن٬ استحكام او نړيوال انصاف لپاره ضروري دے٬ د فلسطين او اسرائيل سوله ايزې اړيكې د منطقې د دوه لويو قامونو عرب او يهوديانو مشتركه پرمختګ لپاره ډېر ضرورې دې۔ ده ووئيل چين تل د فلسطيني اولس د جائز حقونو بحالۍ٬ د امن مذاكرات ته په فعاله توګه وده وركول او د دواړو ډلو ترمېنځه امن لپاره مضبوط ملاتړ دے٬ نړيوالې ورورولۍ له په غېر متزلزل ډول په دوه رياستي حل اودرېدل وي۔ ده ووئيلې چين به فلسطين لپاره بشري او پرمختيائي مرسته جاري ساتي او د معاشي او معاشرتي ترقي به مخ په وړاندې بوتللو لپاره مرسته كوي