لوك مېله كښې د خېبر پښتونخوا د هنرمندو د لاس جوړو څيزونو نندارتون په زړه پوري ډول روان دے ٬ غبرګو ښارونو څخه د وګړو مېلې ته د راتللو لړۍ روانه ده

اسلام اباد۔ 29 نومبر (اے پي پي) لوك مېله شكرپړياں لوك ورثه كښې روانه ده چرته چې د خېبر پښتونخوا هنرمندو د لاسو جوړو څيزونو نندارتون په زړه پرېي ډول روان دے ۔ د لوك ورثه تر اهتمام لاندې په روانه لوك مېله كښې د هېواد بېلو سيمو زړه راكښونكے كلتور كتلو له د غبرګو ښارونو پېنډۍ او اسلام آباد ګڼ شمېر وګړو د راتللو لړۍ روانه ده۔ دلته مينه والو لپاره رنګ رنګ سامان او روايتي خوراكونه موجود دي۔ دغسې د پنجاب ٬ بلوچستان ٬ خېبر پښتونخوا ٬ سندھ ٬ آزاد كشمير او د ګلګت بلتستان په پوېلينز كښې د دغې سيمو كلتور وړاندې كولې شي۔ د خېبر پښتونخوا پوېلين خپل يو خوند دے ٬ په كوم كښې چې د صوبې د بېلو منطقو سره تعلق لرونكي 25 نه زيات د لاس څيزونو جوړونكي موجود دي۔ د حېرانتيا خبره دا ده چې يو شمېر سټالونه مېرمنو لپاره بېل كړے شوي۔ د خېبر پښتونخوا پوېلين دوره كوؤنكي د روايتي كباب مزه هم اخلي۔ په پوېلين كښې د صوبې روايتي خوراكونه هم وړاندې كولې شي لكه سيخ كباب٬ كړھائي او قهوه ۔ نزدې يوه حجره جوړه كړې شوې چرته چې پښتون لوك موسيقي وړاندې كولې شي۔ دا مېله به تر 4 دسمبر دوام لري۔