د اېشين انفراسټركچر ډوېلپمنټ بېنك لخوا پاكستان ته 500 ملين ډالر مالي مرسته ترلاسه شوه ٬ د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار

اسلام آباد۔29 نومبر(اے پی پی) د اېشين انفراسټركچر ډوېلپمنټ بېنك لخوا پاكستان ته د 500 ملين ډالر مالي مرسته ترلاسه شوې ده۔ د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار د نهې په ورځ په خپل ټويټ كښې وويل د اېشین انفراسټرکچر ډوېلپمنټ بېنک بورډ منظورۍ نه پس بېنك 50 کروړ ډالر د پروګرام فنانسنګ لاندې سټېټ بېنک آف پاکستان ته منتقل كړې دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې اېشین انفراسټرکچر ډویلپمنټ بېنک د برېس پرمختيائي پروګرام لاندې پاكستان لپاره 500 ملينه ډالره مالي مرسته اعلان كړې وه۔ د بورډ له منظورۍ څخه وروستو ياد شوې رقم پاكستان ته ترلاسه شوې دې۔ د خزانې وزارت وياند ووئيل د 500 ملین ډالر منتقل كېدو نه وروستو د زرمبادله پنګې سوا شوي دي۔