د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 3 زره 248 ټېسټونه وكړې شول ٬ اېن آ ئي اېچ

اسلام آباد۔29 نومبر(اے پی پی) نېشنل انسټیټیوټ آف هېلتھ ( اېن آئی اېچ) وئيلي دي چې په ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 3 زره 248 ټېسټونه شوي٬ د مثبت كېسونو شرح 0.68 فيصده پاتې شوه۔ د نهې په ورځ د اېن آئي اېچ لخوا د جاري شويو شمېروه له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال په ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس 3 زره 248 ټېسټونه وكړې شول په كومو كښې چې د 22 كسانو ټېسټونه مثبت راغلي٬ دغسې د مثبت كېسونو شرح 0.68 فیصده پاتې شوه۔ بلخوا د دې رنځ د لاسه بل كوم رنځ په حق نه دے رسېدلے بياهم د 32 رنځورانو حالت د اندېښمن ښودلے شوے دے۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال د هېواد په بېلو ښارونو كښې پېښور كښې 171 ټېسټونو كښې د 6 په مثبت راتللو مثبت شرح 3.51 ٬ پېنډۍ كښې 527 ټېسټونو كښې د 5 په مثبت راتللو مثبت شرح 0.95 ٬ لاهور كښې 405 ټېسټونو كښې د 3 په مثبت راتللو مثبت شرح 0.74 فیصده او اسلام آباد كښې 303 ټېسټونو كښې د 1 په مثبت راتللو مثبت شرح 0.33 فیصده پاتې شوه۔