
جکارته ۔28 نومبر(اے پی پی) په انډونيشيا كښې د پوليس چورلكې پرېوتو پیښی په نتيجه كښې يو اهلكار مړ او درې نور بې دركه شوي دي۔ د چين خبري اژانس له مخې د انډونيشيا بنكا بېلېتونګ صوبې اېمرجنسي يونټ او لاجسټكس مشر اوسند ويلي چې د بنکا بیلیتونګ جزائر په اوبو كښې د پوليس چورلكه پرېوتو سره تباه شوه چې په نتيجه كښې يۍ يو اهلكار مړه او درې نور بې دركه شوي۔ ده زياته كړه چې دا چورلكه د وسطي کالیمانتان صوبې يو هوائي ډګر څخه بنګا بېلېتونګ جزائر پلو روانه وه۔