
کابل ۔28نومبر(اے پی پی) په افغانستان كښی د يوې ترافيكي پېښې په نتيجه كښې 4 كسان مړه او 10 ژوبل شوي دي۔ د چين خبري اژانس د ګل په ورځ د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور صوبائي څانګې مشر مولوي شمس الله محمود بيان حوالې سره وئيلي دي د قطبي افغانستان په فارياب ولايت خواجه سبز پوش اولسوالۍ كښې يو موټر له بلې خوا راروان ګاډي سره ټكر شو چې په نتيجه كښې يۍ 4 مسافر مړه او 10 نور ژوبل شول۔ ده ووئيل په حق رسېدليو كسانو كښې يوه مېرمن او 3 كوچنيان هم شامل دي۔ بلخوا په ژوبل شويو كسانو كښې د ځينې حالت اندېښمن ښودلے شوے دے۔