مدینه منورہ ۔28 نومبر(اے پی پی) د مسجد نبوی په انګړ كښې زېږېدلې ماشومه مور پلار طيبه نومولې ده۔ د سعودي ورځپاڼې له مخې په مدينه منوره كښې ميډيا سره خپلو خبرو كښې د ماشومې پلار ډاكټر طارق علي سلېمان ووئيل چې د ماسخوتن د لمونځ وخت وو ٬ ما خپله كورودانې او كوچنيان په مسجد نبوي كښې پرېښودل او زه د پاركنګ ځائې په نه موندل كېدو كورته ستون شوم۔ د لمونځ څخه وروستو كورودانې ماته په فون روغتون ته د رسېدو ووئيل۔ حال دا دے چې دا ما څه وخت كوچنيانو سره مسجد نبوي كښې پرېښوې وه سمه وه او د كوچنۍ په زېږېدنه كښې لا څو ورځې هم پاتې وې۔ ده ووئيل ما خپلې كورودانې سره په فون خبرې كولې چې په دې كښې يوې نرس ماته د ماشومې د زېږېدنې او د دواړو د صحيح او سلامت پاتې كېدو زېرې راكړو۔ د ماشومې مور ووئيل زما طبيت ناڅاپي خراب شو او زه د مسجد نه بهر شوم ٬ څنګه چې 34 لمبر ګېټ ته ورسېدم راپرېوتم۔ دغلته د هلال احمر ډله موجود وه ٬ عملې په سمدستي توګه ماته طبي مرسته راكړه او زما لور وزېږېدله۔ دې ووئيل چې د مسجد نبوي په انګړ كښې د زېږېدلې ماشوم نامه طبيه اېښودلې شوې ده۔