
انقرہ۔23 نومبر(اے پی پی) په تركيه كښې د 6.1 شدت زلزلې په نتيجه كښې 35 كسان ژوبل شوي دي۔ د فرانس خبري اژانس له مخې د تركيه استنبول ښار په ختيزو سيمو كښې د شورؤ په سحر په 8 دقيقې دپاسه 4 بجې دزلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 6.1 ریکارډ كړې شو۔ ځائي چارواكو د زلزلې شدت 5.9 او د امريكائي جيولوجيل سروے لخوا 6.1 ښودلې شوې دې۔ د زلزلې مركز د ډوزے صوبې ګوليا ضلع كښې 10 كلوميټره زمكه كښې ژور وو۔ د روغتيا وزير فرحتين كوكا په خپل يو ټويټ كښې وئيلي چې په ژوبل شويو كښې د 32 كسان تلعق ډوزے صوبې او د نورو دوه كسانو تعلق استنبول سره دے۔ ده زياته كړه چې د زلزلې د لاسه يو شمېره ګودامونه زيانمن شوي دي بياهم د كوم ځاني زيان په اړه كومه اطلاع تر دې دمه نه ده ترلاسه شوې۔ ده ووئيل د زلزلې څخه وروستو تر دې دمه 70 آفتر شاكس ريكارډ كړې شوي دي۔