
دوحه 22 نومبر (اے پي پي) فيفا فټ بال ورلډ کپ 2022 كښې سعودي عرب دوه ځله نړيوال چيمپئن پاتې شوي او د ټائټل فيورټ ارجنټائن ته د خوندورې مقابلې نه پس په دوو ګولونو ماتې وركولو سره په مېګا ون يونټ كښې فاتحانه شروعات كړے او دا د فيفا ورلډ كپ د ټورنمنټ د تاريخ لوي اپ سېټ دے۔ د نهې په ورځ په قطر كښې د ګروپ سي په مېچ كښې سعودي د غېر معمولي كاركردګۍ څرګندونه كولو سره د يو په مقابل كښې په دوه ګولز ارجنټائن ته ماتې وركولو سره تاريخي كاميابي په خپله نامه كړې۔ د ارجنټائن لخوا يواځنے ګول لائنل مېسي كړے او د سعودي لخوا صالح الشهري او سليم الداسري ګولونه كړي۔د يادونې وړ ده د فيفا په درېو ورلډ کپ ټورنامنټس كښې ارجنټائن ته ماتې وركوٶنكو ډلو كښې المان په كال 2014 كښې او فرانس په كال 2018 كښې نړي وال ټائټل پخپله نامه كړے ؤ او كروشيا په كال 2018 كښې د فائنل كولو اعزاز ترلاسه كړے ٶ