لاهور 22 نومبر (اے پي پي) مذهبي رسومات ادا كولو لپاره 97 هندو ياتري د نهې په ورځ د واهګه بارډر د لارې د هند نه پاكستان ته رارسېدلي دي ۔ د متروکه وقف املاک بورډ وياند له مخې اېډيشنل سېكرټري شاهد سليم، سېکرټري فراز عباس او د ځائي هندو كميونټي مشر کشن شرما پاكستان ته په رارسېدو د هندو ياتريانو هركلے وكړو۔ په دې موقع په تود هركلي او ښه انتظامات كولو د هند د ياتري ګروپ مشر يوډسټر لال د حکومت او د متروکه وقف املاك بورډ مننه وكړه۔ د دې نه پس دوي په سخت حفاظت كښې ياتري شداني دربار حيات پتافي لپاره روان شول۔ د يادونې وړ ده هندو ياتري د خپل مذهبي لارښود شيو اوتاري ستګروسوامي شد رام صاحب د 314مې سالګرې دستورو كښې برخه اخستو لپاره د پاكستان په دوره راغلي٬ د ياتريانو مركزي دستوره به په 23 او 24م نومبر په شداني دربار كښې كېږي۔ هندو ياتري به خان پور مهر كښې شپه كوي او د دې نه پس به ګھوټکي ، سکھر ، ميتھيلو ، ميرپور ميتھيلو ، ډهرکي او د ننکانه صاحب دوره كوي او خپل مذهبي رسومات به ادا كوي۔ د پاکستان د دولس ورځو دوره بشپړولو نه پس به هندو ياتري په درېم دسمبر هند ته ستنېږي