هېواد به د شخړو ميدان جوړولو ته پرينږدو۔ د عراق خارجه وزارت

بغداد 22 نومبر (اے پي پي) د عراق خارجه وزارت په كردستان سيمه د ډرون او توغندو د لارې د ايران د بمبارۍ سخته غندنه كولو سره وئيلي چې هېواد به د شخړو ميدان جوړولو ته نه پريږدو۔ د عراق خبر رسني ايجنسۍ (آئي اين اے) رپورټ له مخې خارجه وزارت وئيلي چې په كردستان سيمه ايران او تركيې څو واري بريدونه كولو سره د عراق د خپلواكۍ خلاف ورزي كړې ده۔د عراق حكومت په دې خبره زور راوړي چې د عراق خاوره به كوم ګاونډي هېواد ته ز يان رسولو لپاره لاره وركولو يا هيډ كوارټرز نه جوړيږي۔ دا خبره دې ياده وي چې د اتوار په شپه د ايران د اړخه په كردستان كښې مېشته د ايران كرد حزب اختلاف ډلي په نښه كړې شوې وي۔