روسيه ٬ د ګلانو په ګودام كښې د اور لګېدو پېښه ٬ 6 كسان مړه

ماسکو ۔21نومبر (اے پی پی) په روسیه کښې د ګلانو په یو ګودام کښې د اورلګېدنې له امله 6 تنه مړه شوي دي۔ د روسیې د خبري اژانس د راپور له مخې د ماسکو د مرکزي ښار په کومسومولسکایا چوک کښې د ګلانو په یو ګودام کښې د اور لګېدنې له امله 6 تنه مړه شوي دي۔ خبري اژانس د روسیې د تحقیقاتي کمېټې د پرېس سروس په حواله ویلي چې د اورلګیدنې دا پېښه د توکو د ناسم ذخیره کولو او د فائر سېفټي له قوانینو څخه د سرغړونې له امله رامنځ ته شوې ده۔