کابل 20 نومبر (اے پي پي)د افغانستان شمالي صوبې بغلان كښې د مسافرو دوه بسونه خپلو كښې جنګيدلې چې په نتيجه كښې ئې 11 كسان مړه او 46 ژوبل شوې دي۔د چين خبررسني ادارې د صوبائي پوليس وياند مولوي شير احمد برهاني په اړه ووئيل د مسافرو بسونه دوشي ضلع کيلاګئي سيمه كښې خپلو كښې جنګيدلې دي ، چې پكښې درې مسافر مړه او 7 ژوبل شوې دي۔ده ووئيل د وړومبۍ پېښي څخه لږ ساعت پس دوشي ضلع په دغه سيمه كښې يو بل بس ژورې كندي ته پريوتې چې په نتيجه كښې ئې 8 مسافر مړه او 39 ژوبل شوې دي۔