تهران 19 نومبر (اے پي پي) ايران كښې احتجاجي مظاهرچيانو د آيت الله خميني آبائي كور ته اوور لګولې دې۔عرب نيوز له مخې ايران كښې د حکومت مخالف احتجاج په دريمه مياشت هم روان دې په دې مهال تيره ورځ مظاهرچيانو د آيت الله خميني آبائي كور ته اوور لګولې دې۔د ايران انقلاب باني ته پيرزوئنې وړاندې كولو لپاره د هغه آبائي كور ميوزيم جوړ كړې شوې ؤ۔سږ كال ستمبر كښې 22 كلني د ايران کرد ميرمني مهسا اميني وژلو نه پس د هغې په ضد احتجاج پيل شوې ؤ كوم چې په ټوله نړۍ كښې خپور شوې۔بل پلو د بشري حقونو تنظيمونو وئيلي چې مهسا اميني د وولو په ضد مظاهرو كښې 300 څخه زيات كسان وژلې شوې دي او ګڼ شمير حراست كښې اخستلې شوې دي۔