پاکستان نه يواځي د سيمي بلكه په ټوله نړۍ كښې زمونږ د ګټو لپاره ضروري دې۔د امريكې وياند

ملګري ملتونه 17 نومبر (اے پي پي) امریکې وئيلي دي چې پاکستان نه يواځي د سيمي بلكه په ټوله نړۍ كښې زمونږ د ګټو لپاره ضروري دې۔ د امريكې د خارجه محكمې نائب وياند ویدانت پټیل د پرېس بریفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب كښې وئيلي چې امریکا د پاکستان سره خپلي پخوانۍ اړيكې مهمي ګڼي او يو سوكاله او جمهوری پاکستان د امریکې د ګټي لپاره ضروري دې په دې كښې كوم بدلون نه دې راغلې۔ده ووئيل مونږ د يو سياسي لارښود په مقابله كښې بل يا كوم يو سياسي ګوند په مقابله كښې بل سياسي ګوند حمایت نه كوو،مونږ جمهوري ، آئیني او په قانونی اصولو په امناكه ډول د عملدرآمد حمایت کوو۔ سوكاله او جمهوري پاکستان د امریکې لپاره مهم دې۔ د پاکستان سره خپله مرسته روانه ساتو۔