تهران 17 نومبر (اے پي پي) د ایران ایزہ ښار په يو بازار كښې د ډزو په نتيجه كښې 5 كسان مړه او 10 ژوبل شوې دي۔د چین خبررسني ادارې د ايران نیم سرکاري خبر رسني ایجنسۍ تسنیم رپورټ په اړه وئيلي چې تيره ورځ ایزہ ښار په يو بازار كښې په موټر سائكل ناست دوه وسله والو ډزي پيل كړي چې په نتيجه كښې ئې 5 كسان مړه او 10 ژوبل شوې دي۔د امنيتي چارو نائب ګورنر ولی اللہ حیاتي ووئيل بريد كونكو په بازار كښې د وګرو سره سره په پولیس او امنيتي اهلكارو هم ډزي كړې دي۔ده ووئيل د بريد كونكو د لټون عمل روان دې په سمدستي توګه كومي ډلي د بريد ذمه واري نه ده قبوله كړي۔