ما ته او زما كورنۍ ته د مرګ دړكې لا زياتېږي۔ د المان د صحت وزير

برلن 16 نومبر (اے پي پي) د المان د صحت وزير کارل لاؤټر باخ انکشاف كړے چې ما ته او زما كورنۍ ته د مرګ دړكې پرله پسې زياتېږي۔ د المان د خپرونو ادارې له مخئ په كولون ښار كښې ځائي ورځپاڼې سره په مركه كښې ده ووئيل ما ته دا دړكې د حكومت لخوا د كرونا لګولے شوو بندېزونو په سبب راكړې كېږي ۔ ده ووئيل صورتحال اوس داسې شو چې زه په كولون ښار كښې د خپل كور نه بهر ګاډې هم نشم پارك كولے او د سېكيورټي نه غېر د كور نه بهر نشم وتلے