امريکا او اتحادي هېوادونه دې د افغانستان كنګل كړې اثاثې بحال كړي۔ روسيه

ماسکو 16 نومبر (اے پي پي) روسيه د امريکا او اتحادي هېوادونو څخه مطالبه كړې چې ھغوي د افغانستان كنګل كړې اثاثې بحال كړي۔ د روسيه خبررسنې ادارو رپورټ له مخې د روسيه افغانستان لپاره خاص استازي ضمير کابلوف په ماسکو كښې يوې مشاورتي غونډې ته خپلې وېنا كښې ووئيل امريکا او اتحاديان دې د افغانستان قامي مالي اثاثې په غېر مشروط توګه بحال كړي دغسې چې افغانستان په آزادانه مالياتي او اقتصادي پاليسيو د عمل كولو حق استعمال كړي۔ ده ووئيل لويديز په افغانستان كښې د صورتحال بهترۍ لپاره چې كوم اقدامات تجويز كړي په ھغې كښې ټرسټ فنډ جوړول او نوې نوټ چاپ كول شامل دي٬ دا اقدامات د دې خبرې ثبوت دے چې لويديز د افغانستان پحقله د خپلو ذمه وارو نه تيښته او د جنګ څخه د ويجاړ شوي هېواد په كورنيو چارو كښې د مداخلت جاري ساتلو خواهش لري