افغانستان، په هرات كښې 25 ټنه نشه اي توكې وسوځولې شول

کابل 16 نومبر (اے پي پي) د افغانستان په لويديز هرات ولايت كښې 25 ټنه غېر قانوني نشه اي توكې سوځولې شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د صوبائي انتظاميې وياند حميد اللہ متوکل ووئيل افغان چارواكو ذكر شوي نشه اي توكې چې پكښې هېروېن او چرس شامل وٶ سوځولي او د نشه اي توكو شپږ لېبارټرې ئې تباه كړې دي