کوئټه۔16نومبر(اے پی پی) د قلات ډپټي كمشنر منېر احمد دراني وئيلي دي سېلاب ځپليو له د مرستې سامان رسول زمونږ د ټولو ذمه واري ده ٬ په دې لړ كښې ډبلیو اېف پی د ضلعی انتظاميې په مرسته په بشپره تګلاره عمل كولو سره د مستحق وګړو خيال ساتلو كښې په زړه پورې كردار ترسره كولے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ډبليو اېف پي نمائنده پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په پلاوي كښې د ډبلیو ایف پی پروګرام اېسوسېټ اسداللہ ٬ اسسټنټ مانیټرنګ آفیسر ډبلیو اېف پی محترمه ثانیه آصف او پراجېکټ کوارډینېټر ټی کے اېف آغا جهانګیر احمد زئی شامل وو۔ په ملاقات كښې دوهم كمشنر د قلات په سېلاب ځپليو سيمو كښې د ډبلیو اېف پی لخوا د مرستې روانو چارو څخه خبر كړې شو۔ په دې موقعه ډپټي كمشنر ووئيل مستحق وګړو ته د مرستې سامان رسول باوري كولو او د پروګرام سپېځلتيا له د فعاله چېك اېنډ بېلنس د لارې مطلوبه هدفونه ترلاسه كېدې شي۔ ده ووئيل د سېلاب ځپليو سېمپلنګ او د اهل وګړو په ګوته كولو كښې خاص احتياط كولو سره مستحق وګړو ته رسېدل ممكن دي۔ ده د ډبلیو اېف پی لخوا وضعه كړې تګلاره ستائلو سره ووئيل دا لا فعاله كولو سره مونږ د ځپليو كورنيو مرسته باوري كولې شؤ۔ ده پلاوي ته د ضلعي انتظاميې لخوا د هر ډول مرستې باور هم وركړو