
اسلام آباد۔15نومبر(اے پی پی) نړيوال بانك په پاكستان كښې د ماحولياتي او موسمياتي بدلون د لاسه په رامخې ته شوي زيان قابو موندلو له د بشپړه تګلارې وضعه كولو په حاجت زور راوړے دے۔ دا خبره د نړيوال بانك لخوا په پاكستان كښی د ماحولياتي او موسمياتي بدلونونو په اړه جاري كړې شوي اوسني رپورټ كښې شوې ده۔ رپورټ كښې ويلې شوي دي چې د روان كال په مهال د ګرمۍ سخته چپه او تباهي خپرونكې سېلاب دا حقيقت په ډاګه كوي چې د موسمياتي بدلونو دلاسه رامخې ته كېدونكي آفتونه د پاكستان د پرمختګ عزم او بې وزلي كمولو له روانې هڅې اغېزمن كوي۔ د رپورټ له مخې د اوسني سېلاب په نتيجه كښې 17 سوه نه زيات كسان مړه او د 80 لكه نه زيات بې كوره شوي دي۔ د سېلاب د لاسه بنيادي اډانې ٬ اثاثو ٬ فصلونو او ډنګرو ته هم زيات زيان رسېدلے دے۔ د پاكستان او د دې د نړيوالو همكارانو د محتاط اندازې له مخې د سېلاب د لاسه 30 اربه څخه د زيات ډالرو زيان شوې دې۔ رپورټ كښې ويلې شوي دي چې پاكستان كښې تلپاتي پرمختګ او د بې وزلۍ كمي له په موسمياتي او ماحولياتي توګه مناسبه بنيادي اډانه تشكيلولو له زياتې سرمايه كارۍ ته اړتيا ده۔ په دې مد كښې به پاكستان ته د نړيوالې مرستې ضرورت وي۔ سوئيلي آسيا لپاره د نړيوال بېنك دوهم صدر مارتن ريزر وويل چې دا وروستي سیلابونه او د دې د لاسه رامخې ته شوې بشري بحران يو وارننګ دې دغسې چې د موسمياتي بدلونونو د لاسه د پاكستان اولس او معيشت ته د لا زيان رسېدو مخنيوي لپاره فوري ګامونه پورته كړې شي چې ورسره به تلپاتې اقتصادي نمو باوري كولو او د موسمياتي بدلونونو مخنيوي كښې مرسته ترلاسه شي۔ د نړیوال بانک په راپور کښې په پاکستان کښې په موسمياتي او ماحولياتي بدلونو قابو موندلو له د خوړو او کرنې په نظام كښې د اتومي بدلونونو، موسمياتي او ماحولياتي لحاظ سره د مناسبې اډانې او ښارونو تعمير ٬ د پائیدارې او چاپیرالا دوسته انرژي، تلپاتې او منصفانه پرمختګ ٬ په ماحولياتي بدلونو قابو موندلو له په اقداماتو كښې تندي راوتلو له په پالېيسو كښې د بدلون او مراعات او په هېواد كښې د نېغ په نېغه او نجي نړيوالې سرمايه كارۍ په حاجت زور راوړلے شو.