
الجزائر۔15نومبر(اے پی پی) د الجزائر په سوئيلي بوردج بادجي ولايت كښې د دوو موټرو د ټکر په نتيجه كښې 16 تنه مړه او 3 نور ټپیان شوي دي. د چين د خبري اژانس د خبر له مخې ځايي چارواکو ويلي چې دا پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوه كله چې د زيات سرعت له امله دوه موټرونه سره ټکر شول چې له امله يې 16 کسان په ځائې مړه او 13 نور ټپيان شول كوم چې نزدې روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔