
سیئول۔14نومبر(اے پی پی) په سوئيلي كوريا كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس نور 72 زره 883 كېسونو رامخې ته كېدو سره په ګرد هېواد كښې د ځپلې شويو مجموعي شمېره 2 کروړه 62 لکه 90 زره 877 ته رسېدلې ده۔ د چين خبري اژانس له مخې د كوريا د روغتيا وزارت وئيلي چې په ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د دې وائرس د لاسه نور 39 كسان مړه شوي چې ورسره د مړو شمېره 29 زره 748 ته رسېدلې ده۔ د دې وائرس د لاسه تر دې دمه يو كروړ 71 لكه 20 زره 321 كسان ښه شوي هم دي ۔ بلخوا په بېلو روغتونونو كښې درملنو له پرتو رنځورانو كښې د 12 حالت د اندېښنې وړ ښودلے شوے دے.