دوحه 14نومبر (اے پي پي) قطر د تركيې په استنبول ښار كښې د شوې بمي چاؤدني سخته غندنه كولو سره د ځپليو كورنيو ، تركيې حكومت او اولس سره غمرازي ښكاره كړې ۔استنبول چاؤدنه كښې 6 كسان مړه او ګڼ شمير ژوبل شوې وؤ۔د سعود ي پرېس ايجنسۍ له مخې د قطر خارجه وزارت د ګل په ورځ جاري شوې بيان كښې د قطر د اړخه تشدد او ترهه ګري مسترد كولو سره د خپل قوي موقف پخلے كړے۔ بيان كښې د قطر د اړخه د تركيې حكومت او اولس سره يووالي څرګندونه شوې او سلامتيا او استحكام برقرار ساتلو له ئې د تركيې د اړخه د شوو ټولو اقداماتو مرسته كړې۔بيان كښې د ځپلے شوو كسانو كورنيو او تركيې حكومت او اولس سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه شوې او د ژوبل كسانو زر روغتيا له د نيكو هيلو څرګندونه شوې ده ۔