نیویارک ۔14نومبر(اے پی پی) د پاكستاني نژاد امريكائي كارمندانو يو پلاوې به د سېلاب ځپليو سيمو بحالۍ او بيا رغونې له د اضافي فنډز ترلاسه كولو په لړ كښې د امريكائي سېنېټ د خارجه چارو كمېټۍ چيئرمېن بوب بوب مېنډیز، سېنېټرز لنډسے ګراہم او کورے بوکر سره د شورؤ په ورځ ملاقات كوي۔ د 5 كسيزه پلاوي مشري د امرېكن پاكستاني پبلك افيئرز كمېټۍ (اے پی پی اے سی) چیئرمېن ډاکټر اعجاز احمد كوي او په نورو غړو كښې ډاکټر محمود عالم، فېضان حق، اسد چوهدری او امتیاز راهی شامل دے۔ فعال اېډووکېسی ډله سېلاب ځپليو لپاره د فنډز په جمع كولو سختې ستړې او خواري كوي او په دې لړ كښې دې د يو لابنك فرم خذمات ترلاسه كړې دي كوم چې پاكستان لپاره د مناسب فنډنګ ترلاسه كولو له كار كوي دغسې چې دا هېواد د ماحولياتي بدلون په نتيجه كښې د راغلې سېلاب منفي اغېز مخنيوي كولو جوګه كړے شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د سېلاب د لاسه د پاكستان په درې كښې يوه برخه د اوبو لاندې راغلې٬ 3 كروړه 30 لكه كسان ځپلې شوي او د 40 اربه ډالرو زيان شوے دے۔