په انډونيشيا كښې د خاورو كمر نړېدو پېښه٬ 3 كسان

جکارته۔14نومبر(اے پی پی) د انډونيشيا په سماټرا جزيره كښې د سختو بارانونو د لاسه د خاورو كمر نړېدو پېښې په نتيجه كښې درې كسان مړه شوي دي۔ د چين خبري اژانس له مخې د انډونيشيا د نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ ايجنسۍ وياند احمد مظهري ووئيل چې دا پېښه د سماټرا جزيرې په لامپونګ سيمه كښې د سخت باران د لاسه رامخې ته شوې ده چې په نتيجه كښې يۍ درې كسان د ملبې لاندې راغلي د كومو مړي چې راويستلې شوي دي۔ د موسمیات او جیو فزکس اېجنسۍ (بی ایم کے جی) پیش ګوئی كړې ده چې د جزيره سماټرا په زياتره سيمو كښې تر نهې ورځې د سختو بارانونو امكان دے نو ځكه وګړي دې د سمندر غاړې ته تللو څخه ډډه و كړي او د غرونو خواته ژوند كوؤنكي دې په عارضي توګه كډه وكړي۔