د او آئي سي خاص كمېټۍ غونډه ٬ د روهنګيا مسلمانانو په ضد د بشري حقونو د خلاف ورزيو جاج واخستے شو

جدہ ۔14نومبر(اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئی سی) خاص كمېټۍ د روهنګيا مسلمانانو په ضد د بشري حقونو د خلاف ورزيو جاج اخستے دې۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې په جده كښې د جمهوريه ګمبيا د انصاف وزير داؤدا جالو په مشرۍ كښې شوې د او آئي سي غونډې ته خپل خطاب كښې د تنظيم عمومي سېكتر حسېن ابراهيم طه د هغه اقداماتو جاج واخست كوم چې او آئي سي د روهنګيا مسلمانانو ستونزه نړيوالې ورورولۍ ته ښودلو لپاره پورته كړې دي۔ ده ووئيل او آئي سي د انصاف او احتساب اصولو عملي كولو عزم لري۔ ده د انصاف په نړيوال عدالت كښې د ميانمار چارواكو په ضد مقدمه كښې د جمهوريه ګېمبيا د لارښودنې كردار ستائنه كولو سره ووئيل د كمېټۍ غړي هېوادونه او اسلامي مرستې تنظيم ادارې د روهنګيا كاز ملاتړ كوي او دا به دغسې دوامدار ساتي۔ د جمهوريه ګمبيا د انصاف وزير داؤدا جالو د روهنګيا په ستونزه د كار كوؤنكې وزارتي كمېټۍ مشر په حېث غونډه كښې ګډون كوؤنكي د انصاف په نړيوال عدالت كښې د مقدمې صورتحال څخه خبر كړل۔