په يوګنډا كښې د اېبولا كېسونه رامخې ته شول

کمپالا ۔14نومبر(اے پی پی) د يوګنډا په جينجا ښار كښې د اېبولا كېسونه رامخې ته شوي۔ د چينائي خبري اژانس له مخې د يوګنډا د روغتيا وزير رتھ اېسنګ په خپل جاري كړي بيان كښې وئيلي چې په جینجا ښار كښې د وفات شوي 45 كلن رنځور ډين وائسوا اېبولا ټېسټ مثبت راغلے وو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په ګرد هېواد كښې تر دې دمه د اېبولا د لاسه 53 كسان مړه شوي او په دې رنځ د اخته كسانو شمېره 135 ته رسېدلې ده۔ په هېواد كښې د اېبولا مخنيوي لپاره د سكولونو درې مياشتنيزه موده د نومبر تر 25 مې نېټې ختمولو پرېكړې شوه وه۔ دا خبره دې ياده وي چې په يوګنډا كښې د اېبولا اولنې كېس د روان كال ستمبر مياشتې په 19 مه نېټه رپورټ شوے وو۔