هند دې مقبوضه كشمير كښی سياسي حقونه بحال كړي٬ امريكا

سرینګر ۔13 نومبر(اے پی پی ( امريكې د نرېندري په مشرۍ كښې په هندي حكومت زور راوړے دے چې هغه دې د مقبوضه جموں وكشمير په ټولو برخو كښې سياسي حقونه بحال كړي۔ د سوئيلي او منځنۍ آسيا چارو لپاره د امريكا اسسټنټ سېکرېټری ډونلډ لو په واشنګټن كښې د ابلاغ ذريعو سره خپلو خبرو كښې د دې خبرې سپيناوې وكړو چې د كشمير په اړه د امريكا په پالېسۍ كښې كوم بدلون نه دے رامخې ته شوې۔ ده زياته كړه چې امريكا هند سره په خاص توګه په مقبوضه جموں وكشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو په اړه د اعلی كچې خبرې كړې دي او وړاندېز يۍ وركړې دې چې د كشمير مسئلې حل د پاكستان او هند ترمينځه د نېغ په نېغه مذاكراتو د لارې ممكن دے۔ ده په مقبوضه سيمه كښې د ميډيا د آزادۍ په ځائې ساتلو هم زور راوړو۔ د ورلډ فورم فار پیس اېنډ جسټس چیئرمین ډاکټر غلام نبی فائی په استنبول كښې 6 م نړيوال آسام اسلامك يونين ماډل كانګرېس ته خطاب كښې ووئيل جموں و کشمیر به تر هغه وخت ستونزې سره مخ پاتې كېږي تر كومې چې د كشميري وګړو د مرضۍ له مخې دوئي ته د خپل سياسي سباؤن د پرېكړې حق وركړې شوې نه وي۔ ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل 75 كلونو څخه كشميري اولس ته د خپلې رايې كارولو حق وركولو سره اړوند خپل قراردادونه عملي كولو له كوم ګام پورته نه كړے شو.