د چين صدر به د جي 20 مشرتابه غونډه كښې ګډون كوي

بيجنګ11نومبر (اے پی پی)د چين صدر ژي جن پنګ په انډونېزيا كښې د 14 نومبر څخه په پېل كېدونكې جي 20 مشرتابه غونډه كښې به ګډون كوي۔دا غونډه به تر 17 نومبر دوام لري۔د چين خبري اژانس له مخې د چين خارجه وزارت وياند هواچونينګ د جمعې په ورځ اعلان كښې وئېلې دي د چين صدر به د انډونېزيا هم څنګ جوكو ودود په بلنه د جي 20 مشرانو غونډه كښې ګډون كوي ٬ د دې نه پس به هغه د وزيراعظم پرايوت چن اوچاكي په بلنه د نومبر په 17مه نېټه د تهائي لينډ څلور ورځنۍ دوره كوي او په دې مهال به په پايه تخت بنكاك كښې د بين الحكومتي فورم اېشيا پيسيفك اكنامك كوآپرېشن(ايپك)اقتصادي هېوادونو په غونډه كښې ګدون كوي۔وياند ووئيل د چين صدر به د 20 مشرانو غونډې او اپيك اقتصادي هېوادونو مشرانو غونډې په موقع د فرانسيسي صدر ايمانوئل ميكرون٬د امريكې صدر جوبائيډن٬د سينيګال صدر ميكي سال٬د ارجنټائن صدر البرټو فرنانډيز او نورو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي