بغداد ۔11نومبر(اے پی پی) د عراق پلازمينې بغداد په مركزي سيمه كښې له ړنګې شوې ودانۍ څخه د مرستې ډلې د 3 كسانو مړي راويستلې دي۔ د چينائي خبري اژانس له مخې د عراق د سول ډيفنس لخوا په جاري كړې شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې د اور لګېدو پېښې له امله د ړنګې شوې ودانۍ ملبې څخه د مرستې ډلې 3 مړي راويستلې دي او د 8 نورو كسانو درك لګولو له عمليات روان دي۔ د عراقی سول ډیفنس (آئی سی ډی) اسسټنټ ډي جي محسن کاظم وئيلي دي چې په يادې شوې ودانۍ كښې د چاؤدېدونكو توكو ذخيره كولو ګودامونه وو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د اور لګېدو د لاسه دوه پورتني منزله ړنګ شوي دي په كومو كښې چې د آئي سي ډي ډي جي كدم هوبن په شمول د سول ډيفنس 10 اهلكار ژوبل شوي دي۔