مکه مکرمه ۔11نومبر(اے پی پی) د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت وئيلي دي چې عمره زائرينو لپاره 151 روغتونونه د روغتيا خذمات ترسره كوي۔ د سعودي خبري اژانس ادارې له مخې د حج او عمرې وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې 151 روغتونونه په مكه مكرمه كښې او 773 هېلتھ سېنټر او میډیکل کمپلېکس زائرينو لپاره د طبي خدماتو په وړاندې كولو مامور دي۔ دغسې په ګرد هېواد كښې 1840 میډیکل لېب هم زائرينو ته د روغتيا آسانۍ وركوي۔