په سوئيلي كوريا كښې د كورونا وائرس نور 55 زره كېسونه رامخې ته شول

سیئول۔10نومبر(اے پی پی) په سوئيلي كوريا كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 55 زره كېسونو رامخې ته كېدو سره په ګرد هېواد كښې د ځپلې شويو مجموعي شمېره 2 کروړه 60 لکه 37 زره 20 ته رسېدلې ده۔ د چين خبري اژانس له مخې د كوريا د روغتيا وزارت وئيلي چې په ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د دې وائرس د لاسه نور 35 كسان مړه شوي چې ورسره د مړو شمېره 29 زره 531 ته رسېدلې ده۔ د دې وائرس د لاسه تر دې دمه يو كروړ 71 لكه 20 زره 321 كسان ښه شوي هم دي ۔ بلخوا په بېلو روغتونونو كښې درملنو له پرتو رنځورانو كښې د 323 حالت د اندېښنې وړ ښودلے شوے دے۔