ریاض۔10نومبر(اے پی پی) مرستې او بشري خدماتو لپاره د سعودي عربستان شاه سلمان مركز لخوا په سوډان ٬ صوماليه او موريطانيه كښې د مرستې چارې روانې دي۔ د عرب نیوز له مخې شاه سلمان مركز د روانې اونۍ په مهال په صوماليه كښې 140 ټن وزني فوډ باكس ووېشل كومو څخه چې 12 زره كسانو استفاده وكړه۔ دا مرسته په صوماليه كښې فوډ سېكورټي لپاره د شاه مركز د منصوبې برخه ده د كومې هدف چې 2 زره 800 ټنه څخه زيات فوډ باسكټس وېشل دي دغسې چې دې څخه نزدې دوه لكه 55 زره وګړي استفاده وكړې شي۔ دغسې شاه سلمان مركز په صوماليه كښې يو زر 170 فوډ باسكټس ووېشل كومو څخه چې 9 زره 183 كسانو استفاده وكړه۔ په دې مهال شاه سلمان مركز په موريطانيه كښې اوپن هارټ سرجری او کېتھېټرائزېشن لپاره د رضاكارانه طبي پروګرام اهتمام وكړو۔ طبي ډلو په دې مهال د کېتھېټرائزېشن 96 آپرېشن او27 اوپن هارټ عمليات وكړل۔ دا مهم د شاه سلمان مركز لخوا كم آمدن لرونكو وګړو او كورنيو ته د درملنيو آسانۍ وركولو له په بېلو هېوادونو كښې د پېل كېدونكو رضاكانه طبي پروګرامونو برخه ده۔