مدینه منورہ۔10نومبر(اے پی پی) په سعودي عربستان كښې د مسجد نبوي انتظاميې وئيلي چې د نوي هجري كال اولنو درې مياشتو په مهال په رياض الجنه كښې د لمونځ كوؤنكو شمېره 30 لكه څخه زياته پاتې شوې ده۔ سعودي خبري اژانس د مسجد نبوي د انتظاميې لخوا د جاري كړې شويو شمېرو حواله وركولو سره وئيلي چې د روان كال اولنو درې مياشتو په مهال 41 لكه 25 زره257 وګړي روضه رسول (ص) ته حاضر شول په كومو كښې چې د 30 لكه نه زياتو په رياض الجنه كښې لمونځ ادا كړو۔ په دې مهال په رياض الجنة كښې 11 لکه 49 زره 364 سړو او 22 لکه 73 زره 33 مېرمنو د لمونځ كولو درناوې ترلاسه كرو۔ انتظاميې وئيلي چې د مسجد نبوي په صحن كښې ټرانسپورټ سروس څخه 2 لكه 80 زره نه زياتو مشرانو او معذور وګړو ګټه پورته كړه۔ دغسې د مسجد نبوي په دلانونو كښې د 8 لکه 25 زره نه زيات د افطار پاكټونه د روزه دارو ترمينځه ووېشلې شؤ۔