جنوبي کوريا كښې د تيرو 24 ساعتونو په مهال د کورونا وائرس 62,472 نوي كيسونه رپورټ شول

سيئول 09 نومبر (اے پي پي) جنوبي کوريا كښې د تيرو 24 ساعتونو په مهال د کورونا وائرس 62,472 نوي كيسونه رپورټ شوې دي۔د چين خبررسني ادارې د کوريا ډيزيز کنټرول اينډ پريوينشن ايجنسۍ په اړه ووئيل د تيرو 24 ساعتونو په مهال د کورونا 62,472 نوي ك يسونه رپورټ شوې دي دې نه پس مجموعي شميره 25,981,655 ته رسيدلې ده۔ده ووئيل د تيري اوونۍ په مهال د ورځي په بنياد د نوي كيسونو اوسط شميره 44,475 وه ٬ نوې كيسونو كښې 42 رنځوران د بهر هېوادونو څخه راغلې دي۔ده ووئيل ځپلې شويو كښې د 336 كسانو حالت د تشويش وړ دې دغسې د تيرو 24 ساعتونو په مهال 59 كسان مړه شوې دي دې نه پس د مړو مجموعي شميره 29,479 ته رسيدلې ده۔