کھټمنډو 09 نومبر (اے پي پي) د نيپال لويديزه سيمه كښې د زلزلې جهړقونه محسوس شوي چې په نتيجه كښې ئې 6 كسان مړه شوې دي۔د چين خبررسني ادارې له مخې د ضلع ډوټي چيف ډسټرکټ آفيسر کلپنا شريستھا ميډيا ته ووئيل تيره ورځ د ځائې وخت له مخې سهار 2:12 بجے د راغلې زلزلې شدت په ريکټر اسکيل 6.3 ؤ چې په نتيجه كښې ئې ځيني ودانۍ ړنګي شوي۔ده ووئيل امنيتي اهلكار د لټون او بچ كولو کارروائيو كښې متحرك كړې شوي كومو چې د 6 كسانو د مړيني او 5 كسانو د ژوبل كيدو تصديق كړې دې كوم چې نزدې روغتون ته رسولې شوي۔