د لبنان ايوان نمائندګان سپيکر د نوې صدر ټاكني لپاره د پارلمان د اوونيزي غونډي رابللو اعلان

بيروت 08 نومبر (اے پي پي) د لبنان ايوان نمائندګان سپيکر د نوې صدر ټاكني لپاره د پارلمان د اوونيزي غونډي رابللو اعلان كړې دې۔ د لبنان پريس سينډيکيټ پلاوي سره د ملاقات په مهال نبيه بري ووئيل د هېواد د صدر چوكۍ تر اوږدې مودې خالي پاتې كيدو متحمل كيدې نشي او نه اولس نور انتشار زغملې شي۔دا خبره دې ياده وي چې په 01 نومبر پخواني صدر مشل عون موده ختمه شوې وه او پارلمان په مقرره وخت كښې د نوې صدر ټاكلو كښې ناکامه شوې،دا مهال هېواد كښې د نجيب ميکاتي په مشرۍ كښې نګران حكومت كار كوي۔