کراکس 08 نومبر (اے پي پي) شمالي ختيز وينزويلا سوکرے رياست كښې د سېلاب نه پس تقريباً 1.2 مليونه كسان د ايندھن،طبي او ضروري سامان كمي سره مخ دي۔ د چين خبر رسني ادارې د سوکرے رياست ګورنر ګلبرټو پنټو بلانکو په اړه ووئيل ټول رياست كښې د شوي بارانونو له امله راغلې سېلاب او خاور كمرو راپريوتو په وجه سړكونو ته زيان رسيدلې دې چې په نتيجه كښې ئې دوه رياستونه تړونكې يوه مهمه ستره لاره تيري اوونۍ څخه بنده ده۔ ستري لاري ته رسيدلې زيان په وجه ټول رياست كښې د ايندھن او طبي سامان په شان ضروري سامان وركول ناممكن شوې دي۔ده ووئيل هائي وے كليئر كولو كار روان دې هيله لرو چې ډير زر به دا بحال شي۔