برلن 08 نومبر (اے پي پي) د المان چانسلر اولاف شُولز د امريکې صدر جو با ئيډن سره ټيلي فوني خبري اتري كړې دي۔د چين خبر رسني ادارې له مخې د المان چانسلر آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې دواړو لارښودو د چين دورې او يوکرين په صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې ده۔دواړه لارښودو د جوهري وسلې استعمال او خطر په ضد د چين صدر شي جن پنګ ښكاره بيان وستائلو۔دوي د يوکرين انرجي تنصيبات او په سِول انفراسټرکچر د روس د بريدونو غندنه وكړه او د کيف انتظاميې سره ئې د مرستي روان ساتلو د عزم پخلے وكړو۔