د ايران کمانډر د عراق سره د پوځي مرستي قوي كولو اعلان

تهران 08 نومبر (اے پي پي) د ايران پوځي کمانډر د عراق سره پوځي مرستي قوي كولو اعلان كړې دے۔ د چين خبر رسني ادارې له مخې د ايران د وسله والو ځواكونو چيف آف سټاف محمد باقري اعلان کړې دے چې زمونږ هېواد د عراق سره دفاعي څانګه كښې د تجربو تبادلې له چمتو دے۔د ايران چيف آف سټاف محمد باقري اوسنيو كښې تعينات شوې د عراق د دفاع وزير ثابت محمد سعيد العباسي سره ټيلي فوني خبرو اترو كښې ووئيل د دواړه هېوادونو ترمينځه پوځي اړيكي دا مهال په مطلوبه كچه نه دي او د ايران وسله وال ځواك دفاعي صنعت او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ پشمول بيلو څانګو كښې لوي صلاحيتونه لري۔ده ووئيل ايران د عراق وسله والو ځواكونو له خپله تجربه او علم وركولې شي۔په دې موقع د عراق د دفاع وزير د ايران سره پوځي مرستي لپاره د خپل هېواد د تيارۍ اعلان وكړو۔