سرينګر 07 نومبر (اے پي پي) د هند په غېر قانوني تسلط لاندې د جمو و كشمير په بانډي پوره ضلع كښې پوليس دوه ځوانان نيولي دي ۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې پوليس په كهنوسه سيمه كښې د جامه تلاشۍ په مهال نيولي٬ د کشمير زون ايډيشنل ډائرکټر جنرل پوليس وجے کمار د دې ځوانانو ګرفتارۍ له د جواز وړاندې كولو سره ادعا كړې چې دواړه ځوانان په غېر قانوني هلو ځلو كښې ككړ دي