ګني ، ټرافكي پېښه ٬ 24 كسان مړه ٬ ګڼ شمير ژوبل

كوناكري 07 نومبر (اے پي پي) ګني كښې د مسافرو بس او ټرك خپلو كښې جنګيدلې چې په نتيجه كښې ئې 24 كسان مړه او كڼ شمير ووبل شوې دي۔ د فرانس خبر رسني ادارې د چارواكو په اړه ووئيل دا پېښه تيره ورځ د پايه تخت كوناكري څخه تقريباً 130 كلوميټره لري كنډيا ښار سره نزدې رامخې ته شوي كله چې يو بس د بل راروان ټرك سره وجنګيد او په نتيجه كښې ئې 24 كسان مړه او ګڼ شمير ژوبل شوې دي۔چارواكو ووئيل مړو شويو كسانو كښې زياتره زدكونكي ؤ۔ ريسكيو ډلي مړه او ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولې دي۔