سوئټزر لينډ كه د چين په ضد بنديزونه ولګول نو د دواړهو هېوادونو ترمينځه شريك اړيكي به وځپلې شي ۔ د چين سفير

برن 07 نومبر (اے پي پي) چين سوئټزر لينډ له خبردارې وركړې چې كه هغوي د سوئس چائنا دوه اړخيزه اړيكي مقدم ګڼي نو بايد هغوي د چين په ضد د بنديزونو لګولو په اړه د اروپائي ائتلاف پيروي كولو څخه ډډه وكړي كه داسې ونه شوه نو د دواړه هېوادونو اړيكي به وځپلې شي۔د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې دا خبره په سوئټزر لينډ كښې د چين سفير وانګ شيه تنګ سوئس ورځپاڼي اين زيډ زيډ اے اېم سونټيج له وركړې شوي خپل يو بيان كښې كړې۔ ده ووئيل كوم هم هېواد كه د چين او سوئټزر لينډ ترمينځه د ملګرتيا اړيكو پرواه كوي او كوم چې ذمه واره پاليسي جوړوي نو هغه به د بنديزونو سره اتفاق نه كوي۔ده ووئيل كه سوئټزر لينډ د چين په ضد د بنديزونو لګولو منظوري وركړه او صورتحال بے قابو شو نو د دواړه هېوادونو اړيكي به وځپلې شي۔